ډېر لوستل شوي

محمدباقر قالیباف: امریکا باید له جګړې وروسته د سیمې نوي واقعیتونه ومني

د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف ویلي چې امریکا باید د ایران، اسرائیل او امریکا ترمنځ د وروستۍ جګړې له پای وروسته رامنځته شوي نوي سیمه‌ییز واقعیتونه ومني او خپلې تګلارې د سیمې له نوو شرایطو سره برابرې کړي.
قالیباف دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د ازبکستان د پارلمان له رئیس سره په لیدنه کې کړې او ویلي یې دي چې له جګړې وروسته بدلونونو امریکا دې ته اړه کړې چې شته واقعیتونه ومني.
هغه زیاته کړه: «شرایط د پخوا په پرتله ښه شوي او په داسې فضا کې سوداګریزې اړیکې کولای شي لا ډېرې پراخې شي. هیله لرو چې د بندیزونو د لرې کولو لپاره هم زمینه برابره شي.»
د ایران د پارلمان رئیس د فارس خلیج او د هرمز تنګي وضعیت ته په اشارې سره وویل، که په دې سمندري لاره کې د ایران او عمان ګډ مدیریت دوام ومومي او هغه څه چې نوموړي یې ‘د امریکا ورانوونکي اقدامات بلي’، کم شي، نو د ترانزیټي همکاریو د پراختیا لپاره به لا زیات فرصتونه رامنځته شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران، اسرائیل او امریکا ترمنځ له وروستۍ نښتې وروسته لا هم سیمه‌ییز کړکېچونه د منځني ختیځ پر سیاسي او امنیتي بدلونونو سیوری غوړولی دی.

اړوند خبرونه