د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي تهران کې د بنګلديش د پارلمان له مشر حافظالدين احمد سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو د دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا، په ځانګړې توګه د سوداګريزو اړيکو د ودې په اړه خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، مولوي امیرخان متقي د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ د دوې اړخيزې سوداګرۍ ظرفيتونه د پام وړ بللي او ټينګار يې کړي چې دغه فرصتونه د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره وکارول شي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بنګلديش د پارلمان مشر د دواړو هېوادونو اړيکې پخوانۍ بللي او د افغانستان اقتصادي بيارغونې سره يې د سوداګريزو اړيکو د غوړېدا د دواړو لوريو لپاره ښه فرصت وباله.

