د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د منځني ختیځ د سولې هڅې به د سیمې د هېوادونو له ملاتړ پرته پایدارې نه وي او اسراییلو ته باید اجازه ور نهکړل شي چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه له خطر سره مخ کړي.
اردوغان په استانبول کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ګډه خبري غونډه کې ټینګار کړی چې د سیمې د هېوادونو اراده او همکاري د هرې دوامدارې سولې لپاره اړینه ده.
نوموړي همداراز اسراییلي رژیم د جګړې غوښتونکی بللی او زیاته کړې یې ده: “اسراییلو ته باید اجازه ور نهکړل شي چې سیمه یو ځل بیا د جګړې او تاوتریخوالي په ډګر بدله کړي.” اردوغان د ترکیې او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا یادونه هم کړې او زیاته کړې ده چې انقره غواړي د انرژۍ، ټرانسپورټ، کانونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او دفاعي برخو کې له پاکستان سره خپلې همکارۍ نورې هم ژورې کړي.

