په کابل کې د قطر سفیر مردف بن علي القاشوطي د ریاستالوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره کتلي او د افغانستان او قطر ترمنځ یې د دوهاړخیزو همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
په کابل کې د قطر سفارت ویلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا، د همکاریو د پراختیا او د اړیکو د لا پرمختګ پر لارو چارو د نظر تبادله شوې ده.
د ویلو ده چې قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان اړوند په سیاسي او بشردوستانه چارو کې مهم رول لوبولی او د کابل او دوحې ترمنځ اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

