ډېر لوستل شوي

له اوربند سره سره پر لبنان د اسراییلي بریدونه دوام؛ پزشکیان د نړۍ چوپتیا غندلې

الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا په منځګړیتوب د لبنان او اسراییلو ترمنځ د اوربند هوکړې د کړنلارې له لاسلیک وروسته هم اسراییلي پوځ پر لبناني سیمو خپلو پوځي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

په ورته وخت کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسراییلو د بریدونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ایران نوی مذهبي مشر د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او ګډ دریځ د پیاوړتیا دروند مسوولیت پر غاړه لري.

پزشکیان ټینګار کړی چې د اسلامي هېوادونو نږدې همکاري کولی شي د سیمې د روانو کړکېچونو پر وړاندې اغېزناک رول ولوبوي.

اړوند خبرونه