د اوکراین هوايي ځواک وایي چې روسیې نن سهار د اوکراین پر پلازمېنې کېیف د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پراخ بریدونه کړي چې له امله یې د استوګنې ودانۍ زیانمنې شوې او پراخه اور لګېدنه رامنځته شوې ده.
د «سياېناېن» راپور له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
دا برید داسې مهال شوی چې ټاکل شوې، د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د ناټو مهمه سرمشریزه د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ترسره شي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي تر برید څو ساعته وړاندې خبرداری ورکړی و چې روسیه د یوه نوي پراخ برید چمتووالی نیسي.

