د فرانسې د مشهورې بایسکل ځغلونې سیالۍ (ټور ډي فرانس) درېیم پړاو به د دوشنبې په ورځ د فرانسې په سوېل لوېدیځ کې د پراخې ځنګلي اورلګېدنې له امله د عامو نندارچیانو پر مخ تړلی وي.
رویټرز د ځایي مسوولینو په حواله ویلي، که څه هم د سیالۍ اصلي مسیر نه بدلېږي، خو د سیالۍ تبلیغاتي کاروان به د هسپانیې له پولې تر فرانسې پورې د وروستیو ۴۰ کیلومترو واټن ونه وهي.
د مسوولینو په وینا، دا پرېکړه د اورلګېدنې له امله د امنیتي خطرونو د کمولو او د ګډونوالو او خلکو د خوندیتوب لپاره شوې ده.

