ډېر لوستل شوي

د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان منظور شوی

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له خوا تایید شوی د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري منظور شوی دی.

ياد معاونيت وايي، په دې پلان کې د هېواد له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا د تولید ۲۵ پروژې، د برېښنا د لېږد ۱۳ نیمګړې او ۲۳ نوې پروژې، د سب‌سټېشنونو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ نوې پروژې او د برېښنا د وېش ۳۴ نوې پروژې شاملې دي.

د مسوولينو په وینا، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د هېواد د انرژۍ سکټور پراخ شي، د برېښنا تولید او وېش به ښه شي او پر وارداتي برېښنا به د افغانستان اتکا کمه شي.

اړوند خبرونه