د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رييس د صنعت اوونۍ نړیوال نندارتون څخه د لیدنې پرمهال د افغانستان د صنعت او کانونو خونې له رييس سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوريو د کورنیو صنایعو د ملاتړ، د پانګونې د جلب، د کورنیو تولیداتو د ودې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د متقابلو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
دواړو خواوو دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د صنعت د ودې لپاره مهم فرصتونه بللي دي.

