د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، اسلامي امارت د صنعتکارانو او پانګهوالو د ملاتړ لپاره پراخې اسانتیاوې رامنځته کړې او د صنعتي ودې په موخه یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵۰ زره جریبه ځمکه د صنعتي ښارګوټو لپاره ځانګړې کړې ده.
د اميد راډيو خبريال د «صنعت او کانونو اوونۍ د پنځم ملي او نړیوال نندارتون» د پای مراسمو کې د ښاغلي عزیزي په حواله ويلي چې تېر کال ۵۷۶ شرکتونو ته د کارخونو جوړولو لپاره ځمکې ورکړل شوې او نږدې ۳ زره جریبه ځمکه پانګهوالو ته وېشل شوې ده.
د نورالدين عزيزي په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ۵۹۰۰ شرکتونو ته د فعالیت جوازونه صادر شوي او دا مهال په هېواد کې د درملو په ګډون شاوخوا ۲۰۰۰ ډوله تولیدي توکي تولیدېږي چې له دې ډلې افغانستان په ۳۰۰ قلمه توکو کې ځانبسیا ته رسېدلی دی.
وزیر له هېوادوالو غوښتي چې له کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ وکړي او پر بهرنیو پانګهوالو یې هم غږ کړی چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړې، حکومت به هغو پانګهوالو ته چې د هېواد د اړتیا وړ برخو کې پانګونه وکړي، د مالیاتو او جوازونو په برخه کې ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړي.

