امریکايي رسنۍ «سياېناېن» د درېیو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ټاکل شوې د امریکا د جنګ وزیر پیټ هېګسټ د چهارشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره اسراييلو ته سفر وکړي.
د سرچينې په وينا، هېګسټ به د اسراييلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع له وزیر یسراییل کاتز سره د سیمهییز امنیت او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړي.
«سياېناېن» زیاته کړې، لا هم څرګنده نه ده چې پر ایران د امریکا د وروستیو بریدونو له امله به د دې سفر په مهالوېش کې کوم بدلون راشي او که نه.
د راپور له مخې، د دې سفر له مهمو موخو څخه یوه هم د ترکیې لپاره د پرمختللو F-35 پټو جنګي الوتکو د احتمالي پلور په تړاو د اسراييلو د اندېښنو راکمول دي.

