د ملي پراختيا شرکت خبر ورکړی چې د پروان د جبل السراج د سمنټو دویمه ستره کارخونه په عصري او نړیوالو معیارونو برابره طرحه شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې به د ۵ زره ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري.
د ياد شرکت په وینا، د کارخونې د جوړولو او تمویل ټول لګښت د ملي پراختیا شرکت له لوري ورکول کېږي او د کلینکر تولید، د سمنټو پروسس او بستهبندي به ټول د هېواد دننه کېږي چې له امله به یې پر وارداتي سمنټو تکیه کمه شي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې پروژه کې د اتومات تولیدي سیستم او د چاپېریال ساتنې نړیوال معیارونه په پام کې نیول شوي چې د سمنټو کیفیت به لوړ او د هوا د ککړتیا مخنیوی به هم وشي. ملي پراختیا شرکت زیاتوي چې د دې کارخونې په فعالېدو سره به د هېواد د ودانیز سکتور اړتیاوې په ښه ډول پوره، د سمنټو بیې راکمې، کاري فرصتونه زیات او د هېواد صنعتي ظرفیت لا پیاوړی شي.

