ډېر لوستل شوي

د کابل او مسکو ترمنځ د ترانسپورټي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر، ګل حسن حسن د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو او د استراخان د (شمال – سویل) نړۍوال ترانسپورتي دهلېز د فورم له مسوولینو سره د سوداګریزو، اقتصادي او ترانسپورتي همکاریو د پراختیا په اړه جلا جلا لیدنې کړې دي.

په مسکو کې د افغانستان سفارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي،  په دغو لیدنو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو او د کرنې، انرژۍ، صنعت، ترانسپورټ او لوژستیک په برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

سرچينه زیاتوي، روسي لوري هم افغان چارواکو او سوداګرو ته د استراخان د (شمال – سویل) نړۍوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړې او دواړو لوریو د سیمه‌ییزو ترانسپورتي دهلېزونو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه