د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) خبر ورکړی چې پر ایران یې د بریدونو نوی پړاو پیل کړی، وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره یې هوکړه پای ته رسېدلې ده.
بلخوا، د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون ویاند خبرداری ورکړی، که امریکا بیا برید وکړي، ایران به د خپل اټومي پروګرام په تګلاره کې بدلون راولي.
هغه ویلي، تهران د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړون څخه د وتلو، په اټومي پروګرام کې د بدلون او د هرمز او بابالمندب تنګیو د تړلو پر احتمال هم غور کوي.
د نوموړي په وینا، د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړون څخه د ایران د وتلو طرحه د ارزونې لپاره د پارلمان اجنډا ته سپارل شوې ده.

