د امریکا د مېن ایالت لپاره د سنا څوکۍ ته د ډیموکراټ ګوند نوماند، ګراهام پلاټنر، وروسته له هغې خپل ټاکنیز کمپاین ځنډولی چې یوې ښځې د اخلاقي فساد تور پرې ولګاوه او د خپل ګوند له بېلابېلو مشرانو او غړو له سخت فشار سره مخ شو.
پلاټنر دا تورونه رد کړي، خو ویلي یې دي چې د ټاکنیز غورځنګ د دوام په خاطر یې د کمپاین د ځنډولو پرېکړه کړې ده.
د نیویارک ټایمز راپور له مخې، د مېن ایالت د ډیموکراټ ګوند مشران اوس د نوموړي د ځایناستي د ټاکلو لپاره چمتووالی نیسي.

