ډېر لوستل شوي

“د سمنټو او نورو کارخونو جوړول د پانګونې او کارموندنې لپاره مهم ګام دی”

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي وایي چې اسلامي امارت په هېواد کې د ودانیزو چارو د زیاتې اړتیا له امله په یو شمېر ولایتونو کې د سمنټو تولید ترڅنګ لسګونه بېلابېلې کارخونې فعالې کړې دي.

د اميد راډيو خبريال د پروان په جبل‌السراج ولسوالۍ کې د سمنټو د تولید د دویمې سترې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې د ښاغلي حنفي په حواله ويلي، د دې فابریکو له جوړېدو سره به د پانګوالو اړتیاوې پوره او د بې‌روزګارۍ د کچې په راکمولو کې هم مرسته وکړي.

د مسوولينو په وينا، د جبل‌السراج د سمنټو د توليد دويمه ستره کارخونه به په هرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵ زره ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري.

اړوند خبرونه