د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش، بنګلهدېشۍ ډیپلوماټه «رباب فاطمه» د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې او د یوناما د نوې مشرې په توګه ګومارلې ده.
رباب فاطمه تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو برخو کې دندې کړې چې د یونیسف د اجرایي ریاست په ګډون مهم مسوولیتونه هم پکې شامل دي. د ويلو ده چې افغانستان کې د دې دفتر دنده د بشري مرستو همغږي، د سیاسي بهیر ملاتړ، د بشري حقونو څارنه او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پیاوړتیا ده.

