ډېر لوستل شوي

سپینې ماڼۍ په امریکا کې د «فریډم فیول» په نوم د ارزانه سون‌توکو لومړنی تم‌ځای پرانیست

سپینې ماڼۍ خبر ورکړی چې د امریکا د فیلادلفیا په سیمه کې د «فریډم فیول» په نوم د سون‌توکو لومړنی تم‌ځای پرانیستل شوی چې پکې یو ګیلن پټرول په ۳ اعشاریه ۴۷ ډالرو پلورل کېږي، او دا بیه د بازار له روان نرخ څخه ټیټه بلل شوې ده.

د ټرمپ ادارې ویلي، د دې نوښت موخه د سون‌توکو د بیو راټیټول او د خلکو پر ورځنیو لګښتونو د فشار کمول دي.

د «سي‌بي‌اېس» نیوز راپور له مخې، د «فریډم فیول» شبکه په لومړي پړاو کې شاوخوا ۲۵ تم‌ځایونه لري او په راتلونکې کې به نور هم پراخ شي.

دا په داسې مهال ده چې د ایران او امریکا ـ اسراییلو ترمنځ جګړې په نړیوالو بازارنو منفي اغېز کړی او د هرمز تنګي له تړلو سره په نړیوال بازار کې د سون‌توکو بیې هم لوړېږي.

اړوند خبرونه