ډېر لوستل شوي

د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو همکاریو نوی هوکړه‌لیک لاسلیک شوی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د چین د شینګداو نړیوال نندارتون مرکز د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو غونډو د جوړېدو په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د معلوماتو پر بنسټ، دا هوکړه‌لیک د تولیدي ماشین‌آلاتو د نړیوال نندارتون په څنډه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د چارواکو او افغان سوداګرو په شتون کې لاسلیک شوی دی. د هوکړه‌لیک له مخې، ټاکل شوې د چین تولیدوونکي او د صنعتي ماشین‌آلاتو جوړونکي د امام ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او خپل نوي ماشین‌آلات او تجهیزات د بازارموندنې او په افغانستان کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره نندارې ته وړاندې کړي.

اړوند خبرونه