ډېر لوستل شوي

د ورزش ادارې عمومي رييس زابل کې د ورزشي پروژو د پيل ژمنه کړې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثیق زابل ته د سفر پر مهال د ورزشي ادارې له مسوولينو او ورزشکارانو سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې د ياد ولایت ورزش ته به ځانګړې پام‌لرنه وشي.

ياد رياست د ښاغلي وثيق له قوله ويلي: “که د زابل ولایت مقام د ورزشي پروژو لپاره مناسبه ځمکه ځانګړې کړي، نو د فوټبال میدان، د نیزه‌وهنې میدان او یو معیاري جم‌نازیوم د جوړولو چارې به ژر پیل شي.” په دې غونډه کې د زابل ورزشي مسوولينو د ولایت د ورزشکارانو ستونزې او غوښتنې د ورزش ادارې له رييس سره شریکې کړې او د لا ډېرو اسانتیاوو غوښتنه یې کړې ده.

اړوند خبرونه