د هسپانیې په سوېلي المریا ولایت کې د پراخې ځنګلي اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي دي.
رويټرز خبري اژانس د اندلس سیمې د بېړنیو پېښو مسوول «انتونیو سانز» په حواله ویلي، شاوخوا ۱۵۰ اوروژونکي د اور د مهارولو لپاره په عملیاتو بوخت دي او هڅه کوي د اور د لا پراخېدو مخه ونیسي. د نوموړي په وينا، د اورلګېدنې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

