ډېر لوستل شوي

ايران ته د ټرمپ ګواښ؛ “د ترور د هرې هڅې ځواب کې به پراخ پوځي بریدونه وکړم”

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، که د هغه د ترور لپاره هر ډول اقدام یا هڅه وشي، امریکا به پر ایران پراخ پوځي بریدونه وکړي.

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» لیکلي چې د امریکا پوځ د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري او د اړتیا پرمهال به پر ایران پراخ پوځي عملیات وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د ټرمپ د ترور د احتمالي پلان په اړه راپورونه خپاره شول. بل‌خوا، ایراني چارواکو دا ادعاوې رد کړې او د ټرمپ د ترور اړوند تورونه یې بې‌بنسټه بللي دي.

اړوند خبرونه