د ایران نوي مذهبي مشر، مجتبی خامنهيي د خپل پلار «ایتالله علي خامنهيي» په ګډون د هغو کسانو پر غچاخیستلو ټینګار کړی چې د امریکا او اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله یې ژوند بایللی دی.
خامنهيي په یو پيغام کې خبرداری ورکړی چې د ټولو «شهیدانو» د وینې غچ به له «جنایتکارانو» اخلي.
د ایراني رسنیو له لوري د «مجتبی خامنهيي» په دغه خپاره شوي پیغام کې ویل شوي چې ایران به ټول «قاتلان» ارام مرګ ته پرېنږدي او د خپلو «شهیدانو» د وینو غچ به خامخا اخلي. دا پیغام داسې مهال خپرېږي چې له تېرو څو ورځو راهیسې ایران او امریکا بیاځلي یو پر بل پراخ بریدونه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي

