ډېر لوستل شوي

نوې سروې؛ له هرو اتو امریکايي ځوانانو یو يې د حماس ملاتړ کوي

د امریکا د «پیو څېړنیز مرکز» د یوې نوې سروې له مخې، د ۱۸ تر ۲۹ کلونو عمر لرونکو امریکایانو ۱۳ سلنه، یعنې له هرو اتو ځوانانو یو، د حماس په اړه مثبت نظر لري.

د سروې پر بنسټ، د ۳۰ تر ۴۹ کلونو عمر لرونکو ۱۱ سلنه او د ۵۰ تر ۶۴ کلونو عمر لرونکو یوازې ۶ سلنه د حماس په اړه مثبت نظر څرګند کړی دی.

د سیاسي تمایلاتو له مخې، ۱۳ سلنه ډیموکراتانو او ۶ سلنه جمهوري غوښتونکو د حماس په اړه مثبت نظر ښودلی، او د ۱۸ تر ۲۹ کلونو عمر لرونکو ډیموکراتانو کې دا کچه د هم‌عمره جمهوري غوښتونکو په پرتله لوړه ثبت شوې ده.

دا په داسې مهال ده، په فلسطين کې حماس يوازينی غورځنګ دی چې د غزې له اوسېدونکو سره د اسراييلو د ظلمونو پروړاندې سخته مبارزه کوي.

اړوند خبرونه