د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په ټلېفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د امریکا او ایران د مذاکراتو پر بهیر خبرې کړې دي.
د سعودي دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې دواړو لوریو د منځني ختیځ د امنیت او ثبات د پیاوړتیا پر لارو چارو هم د نظر تبادله کړې او د سیمهییزو پرمختګونو په اړه یې خپل لیدلوري شریک کړي دي.
ټرمپ تر دې وړاندې ویلی، ایران او امریکا د مذاکراتو پر بیا پیلولو هوکړه کړې، خو په خبره یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند پای ته رسېدلی دی.

