نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په چین کې د سختو سېلابونو له امله د مارانو روزنې له فارمونو نږدې ۱۰۰۰ زهري ماران تښتېدلي او په ځینو سیمو کې د «مارچیچلو» پېښې تایید شوې دي.
د ګارډین ورځپاڼې په راپور کې د چینایي چارواکو په حواله ویل شوي چې دغو مارانو لسګونه کسان چیچلي او له دې امله تر اوسه د یو کس مړینه تایید شوې ده.
د چارواکو په وینا چې له دې پېښې وروسته په روغتونونو کې د زهرو ضد درملو زېرمې زیاتې شوې او په بېړنۍ درملنې ټینګار شوی دی.
د یادولو ده چې په چین کې له تېرو څو ورځو راهیسې تر سختو ورښتونو وروسته خونړي سېلابونه راوتلي او لسګونه زره د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

