د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال په دې ولایت کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیات شوي دي.
د ياد ولايت د کرنې ریاست د معلوماتي سیستم او مطبوعاتو مسوول انجنير ولي امرخېل وايي، روان کال پر ۵ زره او ۵۰ هکټاره ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوې چې اټکل کېږي له دې کروندو څخه به ۱۵۹ زره او ۷۵ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شي.
د نوموړي په وينا، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو کارول، د کښت نوې طریقې، د نباتي ناروغیو او آفتونو کنټرول او د کرنیزو سیمو پراختیا د حاصلاتو د زیاتوالي مهم عوامل دي.
د یادونې وړ ده چې د بغلان خټکي او هندواڼې د مناسب اقلیم، حاصلخیزې خاورې او لوړ کیفیت له امله د هېواد له غوره کرنیزو محصولاتو څخه ګڼل کېږي.

