د قطر شاهي ماڼۍ خبر ورکړی چې د دې هېواد پخوانی امیر، شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، د ۷۴ کلونو په عمر مړ شوی دی.
د قطر د شاهي ماڼۍ ويلي، نوموړی د یکشنبې په ورځ مړ شوی، خو د مړینې د لامل په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د قطر له هغو مشرانو څخه و چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د هېواد په سیاسي، اقتصادي او پرمختیايي برخو کې مهم بدلونونه رامنځته کړي وو.

