ډېر لوستل شوي

د کانونو او پټرولیم وزیر له «عثمانوف» سره د افغانستان د کانونو په برخه کې پر پانګونې غږېدلی

د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري د اوزبیکستان له سفیر «اویبیک عثمانوف» سره په کتنه کې د ګډو همکاریو پراختیا او پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د لا ټینګښت او د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي. 

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د اوزبیکستان سفیر په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې مهمې بللې د افغانستان د کانونو په برخه کې یې اوزبیکستاني پانګوالو لېوالتیا څرګنده کړې ده. 

د خبرپاڼې له مخې چې نوموړي همداراز د طوطي میدان پروژې په برخه کې د شته ستونزو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي دي.

بلخوا ښاغلي بدري مقابل لوري ته ډاډ ورکړی چې دغه وزارت به د بهرنیو پانګوالو د جذب، ملاتړ او هڅونې په موخه هراړخیزه همکاري وکړي او لا زیاتې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.

اړوند خبرونه