ډېر لوستل شوي

“سږ کال د هېواد تر کښت لاندې سیمې ۱۰ سلنه زیاتې شوې”

د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې د «ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ او سپوږمکۍ» انځورونو د تحلیل پر بنسټ خبر ورکړی، په ۱۴۰۵ کال کې د هېواد تر کښت لاندې کرنیزې سیمې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتې شوې دي.

د يادې ادارې وياند محمد حليم رافع وايي، د هېواد ټوله کرنیزه ځمکه څه باندې ۳ میلیونه هکټاره ده چې له دې ډلې ۲.۱ میلیونه هکټاره اوبیزه او نږدې ۸۷۴ زره هکټاره للمي ځمکه جوړوي.

د ښاغلي رافع په وينا، هلمند، کندهار، هرات او کندوز د اوبیزو کرنیزو ځمکو له پلوه مخکښ ولایتونه دي، په داسې حال کې چې تخار، بدخشان، هرات او سرپل د للمي کرنیزو سیمو له مخې د هېواد په مخکښو ولایتونو کې شمېرل کېږي.

اړوند خبرونه