د امریکا له لوري د ایران پر سوېلي سیمو تر هوايي بریدونو وروسته، ایران د سیمې په څو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، په قطر، بحرین، اماراتو او اردن کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د دغو هېوادونو هوايي دفاعي ځواکونو یو شمېر توغندي او بېپیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.
د بحرین کورنیو چارو وزارت ویلي، د ایران توغندي او بېپیلوټه الوتکې یې خنثی کړې او له خلکو یې غوښتي چې ارام پاتې شي او خوندي ځایونو ته ولاړ شي.
قطري چارواکو هم ویلي، د دوحې په فضا کې یې ځینې توغندي او بېپیلوټه الوتکې شنډې کړې او له اوسېدونکو یې غوښتنه کړې چې په خپلو کورونو او خوندي ځایونو کې پاتې شي.
بلخوا، د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت ویلي، هوايي دفاعي ځواکونه یې د ایران له لوري پر توغول شویو توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د مقابلې په حال کې دي.
ایراني رسنیو هم راپور ورکړی چې د ایران ځواکونو په بحرین، قطر، کوېټ، متحده عربي اماراتو او اردن کې د امریکا ځینې پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

