ډېر لوستل شوي

ايران: بحرین، کوېټ او اردن کې مو د امریکا پوځي اډې په نښه کړې

د ایران سپاه پاسدارانو خبر ورکړی چې نن ورځ یې د خپلو تازه عملیاتو په ترڅ کې په بحرین، کوېټ او اردن کې د امریکا پر څو پوځي اډو توغندیز او بې‌پیلوټه بریدونه کړي دي.
سپاه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په بحرین کې د شیخ عیسی هوايي اډه، په اردن کې د پرنس حسن هوايي اډه او په کوېټ کې د علي السالم او احمد الجابر پوځي اډې هدف ګرځول شوې دي.
سپاه ادعا کوي چې په دې بریدونو کې د چورلکو د ترمیم مرکزونه، د بې‌پیلوټه الوتکو د قوماندې مرکز، د تېلو زېرمې، د پاتریوت هوايي دفاع سیسټمونه او یو ستراتیژیک رادار له منځه وړل شوي دي.
بل‌خوا، د کوېټ پوځ، د بحرین کورنیو چارو وزارت او د اردن پوځ ویلي چې د ایران له لوري توغول شوي توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې دي.
دغو هېوادونو له خپلو اوسېدونکو غوښتي چې امنیتي سپارښتنې مراعت او خوندي ځایونو ته پناه یوسي.

اړوند خبرونه