ډېر لوستل شوي

ایران غواړي د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو بېړیو دایمي فیس ولګوي

اسټرالیايي ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، ایران هڅه کوي چې د هرمز په تنګي کې د بېړیو د تګ‌ـ‌راتګ لپاره د فیس اخیستو دایمي سیسټم رامنځته کړي او ټولو بېړیو ته یې خبرداری ورکړی چې د تهران له اجازې پرته دې له دې سمندري لارې تګ‌ـ‌راتګ نه‌کوي.

د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، دا اقدام په داسې حال کې مطرح کېږي چې هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري سوداګریزو لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالې انرژۍ د لېږد لویه برخه له همدې لارې کېږي.

د ویلو ده چې نړیوالو رسنيو تر دې وړاندې هم د ټکس اخېستو په تړاو راپورونه ورکړي و، خو تر دې مهاله ایراني چارواکو د فیس په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

اړوند خبرونه