ډېر لوستل شوي

تایلنډ کې د یوې قهوې خونې اورلګېدنې پرمهال ۲۷ کسان مړه او ۶۳ نور ټپیان شوي

د تایلنډ په پلازمېنه بانکوک کې د یوې قهوې خونې د اورلګېدنې له امله ۲۷ کسان مړه او ۶۳ نور ټپیان شوي دي.

د دې هېواد لومړي وزیر ویلي، د ټپیانو له ډلې ۲۲ کسان په نازک روغتیايي وضعیت کې دي.

د مسوولینو په وینا، اور د شپې ناوخته لګېدلی او لوګي په چټکۍ سره ټوله قهوه خونه نیولې.

ویل کېږي، یو شمېر مراجعینو د ځان ژغورلو لپاره د ودانۍ شا برخې ته تللي وو، خو له ودانۍ څخه په وتلو ونه توانېدل.

اړوند خبرونه