ډېر لوستل شوي

هند له امریکا سره د چټکې سوداګریزې هوکړې وړاندیز رد کړی

هند له امریکا سره د وروستیو سوداګریزو خبرو پر مهال د چټکې سوداګریزې هوکړې وړاندیز رد کړی او هڅه کوي چې د خپلو ملي ګټو لپاره غوره شرایط ترلاسه کړي.

د رویټرز راپور له مخې، د هند حکومت د نویو سوداګریزو شریکانو، د اقتصادي خطرونو د کمېدو او د کورنیو سیاسي لاسته راوړنو له امله په خپلو دریځونو کې ډاډمن شوی او غواړي له واشنګټن سره په لا غوره شرایطو هوکړه وکړي.

امریکا او هند له څو میاشتو راهیسې د سوداګرۍ د پراخولو او د تعرفو د کمولو په اړه خبرې کوي، خو د بازار لاس‌رسي، کرنیزو توکو او ګمرکي تعرفو پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ لا هم مهم اختلافات شته دي.

اړوند خبرونه