ايراني رسنيو خبر ورکړی چې بحرين، کوېټ او يمن کې امنيتي وضعيت لا کړکېچن شوی او په بحرين او کوېټ کې امريکايي اډو ته نږدې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت ویلي، د احتیاطي تدابیرو په موخه د دویم ځل لپاره په ټول هېواد کې د خطر زنګ وهل شوی دی.
له بلېخوا، یمني سرچینې وایي چې د صعده ولایت په فضا کې د دې هېواد هوايي دفاع له جنګي الوتکو سره مقابله کړې، او د سعودي جنګي الوتکو د پرلهپسې الوتنو ترڅنګ د صعده ولایت په شاوخوا سیمو کې د څو چاودنو راپورونه هم ورکړل شوي دي. په ورته مهال، اکسيوس رسنۍ د امريکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره په ټلېفونې خبرو کې د يمن پر وړاندې د سعودي د احتمالي پوځي اقدام ملاتړ څرګند کړی دی.

