رويټرز راپور ورکړی چې د یمن په پلازمېنه صنعا کې نړیوال هوايي ډګر د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلی دی.
په راپور کې د حوثيانو په حواله ويل شوي، دا بریدونه سعودي عربستان کړي، او ادعا یې کړې چې دا اقدام د دواړو لوريو ترمنځ د شاوخوا څلورو کلونو نسبي اوربند د ماتېدو نښه ده. راپورونه زیاتوي چې د بریدونو له امله په سیمه کې امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی شوی، خو تر اوسه سعودي عربستان د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

