د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د امریکا په ځايي وخت به د دوشنبې او سېشنبې ترمنځ پر ایران سخت بریدونه وشي او هدف به یې د نطنز اټومي تاسیساتو ته نږدې د پیکاکس غر وي.
ټرمپ ویلي، امریکا دا سیمه له نږدې څاري او د ده په وینا، هلته د پام وړ فعالیت نه تر سترګو کېږي.
هغه زیاته کړې چې د ایران اټومي وضعیت ښه نه دی.
پیکاکس غر د ایران د نطنز د یورانیمو غني کولو تاسیساتو ترڅنګ موقعیت لري او د ژورو تونلونو له امله یوه کلکه خوندي سیمه بلل کېږي.
یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د امریکا تر ټولو ځواکمن بمونه هم دغو تونلونو ته په اسانۍ زیان نه شي رسولی.

