ډېر لوستل شوي

“اروپايي هېوادونو ته د نويو افغان ډيپلوماټانو د لېږد خبر ناسم دی”

د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رييس، حافظ ضیا احمد تکل ویلي چې د اسلامي امارت او یو شمېر اروپايي هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټانو د منلو او اروپايي هېوادونو ته د شپږو ډیپلوماټانو د لېږلو په اړه خپاره شوي راپورونه نه شي تاییدولی.

د ښاغلي تکل په وینا، په دې اړه هېڅ رسمي معلومات نشته او یاد خبر نه د بهرنیو چارو وزارت او نه هم رسنیو ته په رسمي ډول تایید شوی.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسنیو د یوې ناپېژندل شوې سرچینې په حواله ادعا کړې وه چې اسلامي امارت او یو شمېر اروپايي هېوادونه د ډیپلوماټانو د منلو پر سر تفاهم ته رسېدلي دي.

اړوند خبرونه