د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د کورنیو چارو وزارت د فوټبال لوبډلې له روزونکو او لوبغاړو سره په لیدنه کې د دوی د وروستیو بریاوو ستاینه کړې او د ورزش، ښو اخلاقو او ملي ارزښتونو د پالنې په اړه یې لازمې سپارښتنې ورته کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د یاد وزارت د فوټبال لوبډله له خپلو ولایتي سفرونو وروسته کابل ته راستنه شوې ده. دغې لوبډلې په خوست، پکتیا، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د زونونو په کچه ترسره شویو سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی.
په دې لیدنه کې خلیفه سراجالدین حقاني د لوبغاړو د بریاوو ستاینه کړې او هغوی یې وهڅول چې د ورزش په برخه کې خپلو هڅو ته لا دوام ورکړي، خپلې وړتیاوې لا پیاوړې کړي او د لا زیاتو بریاوو لپاره کار وکړي.
هغه همداراز ورزشکارانو ته سپارښتنه وکړه چې د هېواد اسلامي او ملي ارزښتونه په پام کې وساتي، د ښو اخلاقو الګو شي او په هر ځای کې د ورورولۍ، یووالي او ملي همغږۍ پیغام خپور کړي. نوموړي همداراز له لوبغاړو غوښتتنه کړې چې له هر ډول تعصب او بدبینۍ څخه ځانونه لرې وساتي.
د کورنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چې د وزارت مشرتابه به د لوبډلې د اړتیا وړ امکاناتو او اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او هر ډول لازمه همکاري به ورسره وکړي.
په پای کې، د فوټبال لوبډلې روزونکو او لوبغاړو د ورکړل شویو سپارښتنو د په پام کې نیولو ژمنه کړې او د وزارت د رهبرۍ له دوامداره ملاتړ څخه یې مننه وکړه.

