ډېر لوستل شوي

ایران ولې د بریتانیا سفیر احضار کړ؟

تهران د بریتانیا د هغې پریکړې په غبرګون کې چې سپاه پاسداران یې د خپل هېواد ملي امنیت ته ګواښ وباله، په تهران کې د بریتانیا سفیر احضار کړ.

تسنیم خبري اژانس پرون د چهارشنبې په ورځ، راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لندن دا اقدام “دښمنانه” بللی او د بریتانیا سفیر یې د اعتراض لپاره احضار کړی دی.

د راپورونو له مخې، د انګلستان د نوي ملي امنیت قانون له مخې، هغه کسان چې د سپاه پاسداران ملاتړ کوي یا مرسته کوي، تر ۱۴ کلونو پورې په بند محکوم کیدی شي.

سربېره پردې، هغه کسان چې د دې ډلې په استازیتوب ویجاړوونکي کارونه کوي، عمري زنداني کېدی شي. بریتانیا پر ایران تور لګولی چې په خپله خاوره کې یې د یهودانو او اسراییلي ټولنو پر ضد اووه بریدونه تنظیم کړي دي، خو  تهران دا تور رد کړی او د لندن پرېکړه یې غندلې ده.

اړوند خبرونه