ډېر لوستل شوي

خیبر پښتونخوا کې وسله وال بریدونه؛ درې پولیس وژل شوی او ۲۰ نور ټپيان دي

د راپورونو له مخې، خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا بریدونو کې لږترلږه درې پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د واشنګټن‌پوست ورځپاڼې د راپور له مخې، په لومړي برید کې وسله‌والو د بره دير «اپر دیر» په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید وکړ.

د ځايي پولیسو یوه چارواکي ابراهيم خان ویلي چې ددې برید امله درې پولیس ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

راپور زياتوي، څو ساعته وروسته له چاودېدونکو توکو ډک موټر په بنو ښار کې د پولیسو پر يوه تمځای برید وکړ، چې له امله یې لږترلږه پینځه پولیس ټپیان شوي دي.

تردې دمه  کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخيستی.

اړوند خبرونه