د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ځمکني ټرانسپورټ د درېاړخیز دهلېز د جوړېدو په اړه هوکړه شوې ده.
ددې وزارت د معلوماتو له مخې، د ځمکني ټرانسپورټ د قوانینو او معاهدو رئیس، یارمحمد رمضان، د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان، ایران او تاجکستان په درېاړخیزه غونډه کې ګډون کړی.
په دې غونډه کې د درې واړو هېوادونو استازو د ځمکني ټرانسپورټ، ټرانزیټي همکاریو د پراختیا، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د غونډې په پای کې هوکړه شوې چې د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ به د ځمکني ټرانسپورټ درېاړخیزه دهلېز رامنځته کېږي، څو د سیمهییز ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
د دې هوکړې له مخې، تمه کېږي چې د ایران او تاجکستان سوداګریز توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته ولېږدول شي او د افغانستان له ترانزیټي موقعیت څخه په اغېزمن ډول ګټه واخیستل شي.
د یاد دهلېز جوړېدل به د سیمهییزو اقتصادي همکاریو، سوداګریزو اړیکو او ترانزیټي فعالیتونو په پراختیا کې مهم ګام وګڼل شي او د افغانستان د ترانزیټي رول د پیاوړتیا لامل به هم شي.

