ډېر لوستل شوي

افغان جوجتسو لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې بریاوې خپلې کړې

د افغانستان د جوجتسو ملي لوبډلې د قزاقستان په کوربه‌توب روانو نړیوالو سیالیو کې خپل ګډون له بریاوو سره پیل کړی دی.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وايي، افغان لوبغاړي محمد سرور حسیني د ۶۹ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د خپلو څلورو سیالیو له ډلې دوه ګټلې، یوه یې مساوي کړې او یوه یې بایللې ده.

په ورته مهال، د ملي لوبډلې بل غړی مصطفی وکیلي به د همدې وزن په کټګورۍ کې د سیالیو په وروستۍ ورځ خپلې لوبې ترسره کړي.

د جوجتسو دا نړیوالې سیالۍ د ۴۹ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون په قزاقستان کې روانې دي او د جولای په ۱۹مه به پای ته ورسېږي.

اړوند خبرونه