د غزې روغتیايي مسوولین وایي، د اسراییلي رژیم پوځ په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان شهیدان او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې یو د النصیرات په سیمه کې د جنازې مراسم په نښه کړي چې له امله یې اته کسان شهیدان او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
حماس دا بریدونه «وحشیانه ډلهییزه وژنه» بللې او له منځګړو هېوادونو او ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د غزې پر وړاندې د اسراییلو د بریدونو د درولو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

