ډېر لوستل شوي

ګوتېرش: مصنوعي ځیرکتیا باید نابرابرۍ کمې کړي، نه دا چې زیاتې یې کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش وایي، اصلي پوښتنه دا نه ده چې مصنوعي ځیرکتیا به نړۍ بدله کړي که نه، بلکې دا ده چې دا بدلون به نابرابرۍ راکمې کړي او که به یې لا پیاوړې کړي.

ګوتېرش ټینګار کړی چې مصنوعي ځیرکتیا باید د ټولو خلکو لپاره د انساني کرامت، برابر فرصتونو او د دایمي پرمختګ وسیله وګرځي.

نوموړي زیاته کړې، هغه هېوادونه چې د اقلیمي ناورینونو له لوی ګواښ سره مخ دي، لا هم د وختي خبرداري سیسټمونو ته لږ لاس‌رسی لري او په خطرناکو سیمو کې باید هر وګړي ته د پوهېدو وړ ژبه او باوري لارو د خبرداري پیغامونه ورسېږي.

اړوند خبرونه