د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د يوې ويډېو په خپرولو سره ویلي چې د جولای په ۱۸مه یې د ولسمشر ټرمپ په امر د ایران پر پوځي اهدافو د پرلهپسې اتمې شپې بریدونه بشپړ کړي دي.
سېنټکام ادعا کړې چې په دې بریدونو کې د ایران د ساحلي څار مرکزونه، د هوايي دفاع تاسیسات، سمندري پوځي وړتیاوې، او د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د زېرمو ځایونه په نښه شوي، څو د ایران پوځي وړتیاوې کمزورې کړي.
همداراز، امریکايي ځواکونو د سپاه پاسدارانو هغه مرکزونه هم هدف ګرځولي چې د سېنټکام په ادعا، د جولای په ۱۷مه یې په اردن کې پر امریکايي سرتېرو بریدونه کړي وو.
سېنټکام زیاتوي، دا مهال له ۵۰ زرو ډېر امریکايي پوځیان په منځني ختیځ کې مېشت دي او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.
بلخوا، ایران هم ويلي چې په سيمه کې د امريکا پوځي اډې په نښه شوې او په دې وروستیو کې په اردن کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي او ویل کېږي چې په دې بریدونو کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

