ډېر لوستل شوي

ممداني: که نتنیاهو نیویارک ته سفر وکړي، د هغه د نیولو قانوني لارې به وڅېړو

د امریکا د متحده ايالتونو د نیویارک ښاروال، زهران ممداني وايي چې که د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړي، د هغه دفتر به د نوموړي د نیولو قانوني لارې وارزوي.

ممداني له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي، د ښاروالۍ حقوقي ټیم د دې موضوع پر حقوقي اړخونو په فعاله توګه کار کوي. هغه زیاته کړې چې د نتنیاهو د نیولو ژمنه یې د ټاکنیز کمپاین پر مهال هم کړې وه او نوموړی یې د جنګي جرمونو په تور د محاکمې وړ بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې جنایي محکمې (ICC) په ۲۰۲۴ کال کې د غزې جګړې په تړاو د بنیامین نتنیاهو او یو شمېر نورو اسراییلي چارواکو د نیولو حکم صادر کړی و.

اړوند خبرونه