رویټرز د خپلو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان غواړي د انرژۍ همکاریو او پانګونې د پراختیا په بدل کې له کوېټ سره دفاعي هوکړه وکړي.
په راپور کې راغلي، که څه هم د دې هوکړې په اړه خبرې لا هم په لومړنیو پړاوونو کې دي، خو د ایران او امریکا د روانو کړکېچونو له امله یې پرمختګ له ګڼو ننګونو سره مخ ښکاري.
سرچینې وایي، پاکستان تېر کال هم له سعودي عربستان سره ورته دفاعي هوکړه کړې وه چې له مخې یې پر سعودي هر برید د پاکستان پر امنیت برید ګڼل کېږي.
رویټرز زیاتوي، شنونکي اندېښنه لري چې د پاکستان او کوېټ ترمنځ احتمالي دفاعي هوکړه ښايي د ایران او امریکا ترمنځ په روان کړکېچ کې د پاکستان د منځګړي رول پر بېطرفۍ هم پوښتنې راپورته کړي.

