ډېر لوستل شوي

د امریکا په ارېزونا کې د ډزو پېښه؛ لږترلږه ۱۰ کسان پکې ټپیان شوي

د امریکا د ارېزونا ایالت د توسان ښار په مرکز کې تېره ورځ سهار د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال د ډزو په یوه پېښه کې لږترلږه ۱۰ کسان ټپیان شوي چې يو مشکوک کس هم پکې شامل دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، مشکوک کس د خبرداري له نه منلو وروسته د یوه پولیس افسر په ډزو ټپي او روغتون ته لېږدول شوی، خو نور ۹ کسان د پولیسو تر رسېدو مخکې په ډزو لګېدلي وو.
مسوولين وایي، ټول ټپیان لویان دي او تر اوسه د ډزو د انګېزې او د مشکوک کس هویت په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

اړوند خبرونه